هند بي‌بي‌سي د بهرنیو اسعارو له قانونه د سرغړونې په تور ۳۹۸ زره امریکايي ډالره جریمه کړه

AP ۱۴۰۳ کب ۳

نړۍوالې رسنۍ وايي چې هند بي‌بي‌سي نړۍوال خبري اژانس د هندي اسعارو له قانون څخه د سرغړونې په تور جریمه کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د لږترلږه درېیو دولتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد بي‌بي‌سي نړۍواله رسنۍ شاوخوا ۳۹۸ زره امریکايي ډالره جریمه کړې ده.

دا جریمه د هند اجراییوي ادارې (اي‌ډي) له‌خوا په سیمه‌ییزو شرکتونو کې د بهرني مالکیت اړوند د ځینو مقرراتو د نه‌رعایت له امله لګول شوې ده.

د راپور پر بنسټ، د هند اجراییوي ادارې، د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د بهرنیو اسعارو د مدیریت قانون له مخې، د بي‌بي‌سي په تړاو ارزونې پیل کړې چې دوه میاشتې وروسته نوموړې ادارې دغه خبري اژانس تر څېړنې لاندې ونیوه.

همداراز، د بي‌بي‌سي درې اجراییوي مدیرانو هم په دې سرغړونو کې د ښکېلتیا له امله جلا جریمې ترلاسه کړې دي.

ورته مهال، بي‌بي‌سي ویلي چې تر اوسه په دې تړاو هېڅ وروستی حکم نه دی صادر شوی او دغې رسنۍ د قانوني حکم له ترلاسه‌کېدو وروسته په راتلونکې کې ارزونه کوي.

د یادونې ده چې د هند اجراییوي اداره د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو د مدیریت قانون د سرغړونو په تړاو څېړنې کوي او واک لري چې پر سرغړونکو جریمې ولګوي.

دا جریمه او قانوني بهیر ښايي د نورو نړۍوالو شبکو لپاره یو مهم پیغام وګرځي ترڅو په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو فعالیتونو پرمهال سیمه‌ییزو او نړۍوالو قوانینو ته کره پاملرنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو