د جرمني په ټاکنو کې مخکښ نوماند فریدریش مرتس وویل، که دی ټاکنې وګټي نو د پخوانیو سیمه ییزو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون به له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو او لېږد پروګرام بند کړي.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان ته د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ به عملي کوي.
نظر پوښتنې ښیي، راتلونکو ټاکنو کې چې ټاکل شوې د فېبرورۍ په ۲۳مه ترسره شي، مرتس د جرمني د لومړي وزیر مقام لپاره مخکښ دی.
د جرمني د دويچه ويله خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ښاغلي مرتس دغه څرګندونې د هاله په ښار کې د ټاکنیز کمپاين پر مهال کړي او ویلي یې دي، چې دا کار به یې د کارونو لومړیتوب وي.
هغه وویل: «که موږ له افغانستان سره په کال کې د ۳۰۰ میلیونه یورو مالي مرسته کوو، نو د دې تمه لرلی شو چې طالبان هغه کسان بېرته ومني چې موږ یې په جرمني کې نه غواړو.»
د نړۍوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل او له دې ډلې سره د رسمي اړیکو نه درلودل له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته د افغانانو اېستل ستونزمن کړي دي.
د مجرمو افغانانو اېستل او یا هغه کسان چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي اړینه ده، چې د دغې ډلې له حکومت سره اړیکه ونیول شي.
جرمني د فرانسې او برېټانیا په ګډون له یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو سره په ګډه د جرمني د حکومت او د جرمني پوځي ځواکونو د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو او همدارنګه د خبریالانو او نورو خطرونو د لېږد پروګرامونه پلي کړي دي.
پر دې سربېره، جرمني د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله د افغان کډوالو یو له اصلي ځایونو څخه دی، چې اروپا ته د رسېدو لپاره د افغانستان، ایران، ترکیې او یونان له اوږدې او خطرناکې لارې تېرېږي او له سوریې او اوکراین سره یوځای جرمني ته د کډوالو او پناه غوښتونکو لویه ډله جوړوي.
په جرمني کې پر عامو خلکو د څو تنو پناه غوښتونکو وژونکو بریدونو د جرمني د سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې د امنیت او کډوالۍ مسله په یوې مهمې مسلې بدله شوې ده.
په یو شمېر بریدونو کې افغان کډوال ښکېل دي.
په وروستۍ پېښه کې یوه ۲۴کلن افغان کډوال په مونیخ ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بېولی، چې له امله یې دوه کسان یوه مور او د هغې ماشوم وژل شوي او تر ۳۰ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.
له دغه برید وروسته د لومړي وزیر او د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ګڼو جرمن چارواکو افغانستان ته د افغان مجرمینو پر استولو ټینګار وکړ.
خو په جرمني کې د افغان کډوالو د منل کېدو مخنیوی یوه نوې مسله ده، چې د مرتس د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به د ډېرو هغو افغانانو هیلې چې جرمني ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د کډوالۍ په تمه دي، په نا امیدۍ بدل شي.