د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړو لوبغاړو عظمتالله عمرزي او رحمنالله ګربز د کرېکټ نړۍوالې شورا یا ایسيسيلهخوا د تېر کال د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو د غوره لوبډلې خولۍ ترلاسه کړې دي.
نوموړې شورا د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د خپلې فېسبوکپاڼې له لارې د یادو افغان لوبغاړو لپاره د دغو جایزو له ورکړې خبر ورکړی دی.
ورته مهال، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزو سیالیو لوبډلمشر او د نړۍ پیاوړي ورو توپاچونکي راشدخان بیا د کرېکټ د نړۍوالې شورا لهخوا د دې سیالیو د غوره لوبډلې د غړیتوبلرونکي لوبغاړي اړوند خولۍ ترلاسه کړې ده.
د یادونې ده، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاري لوبغاړي عظمت الله عمرزي څه موده مخکې هم په یو ورځنیو سیالیو کې د کرېکټ نړۍوالې شورا لهخوا د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې وه او دغې شورا نوموړی افغان کرېکټر یو «متفاوت» لوبغاړی بللی و.
د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو لوبغاړو لپاره دا جایزې داسې مهال اعلانوي، چې نوموړې لوبډله یوازې یوه ورځ وروسته د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام د سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سوېلي افریقا پر وړاندې ترسره کوي.