د پاکستان وفاقي وزیر احسن اقبال وایي، د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان د پاکستان د پوځ مشر ته د لیکونو په لېږلو سره غواړي، چې پوځ په سیاست کې ښکېل کړي.
ښاغلي احسن اقبال د تحریک انصاف مشرتابه ته مشوره ورکړې، چې د پوځ د مشر پرځای دې لومړي وزیر ته لیک ولیکي.
احسن اقبال دغه څرګندونې تېره ورځ په یوې ناسته کې د وینا پر مهال کړې دي.
هغه ویلي، که د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکی جدي وي او وړاندیزونه یا هم شکایتونه ولري؛ نو دوی باید لومړي وزیر ته یو لیک ولیکي.
هغه دا هم ويلي، چې د پوځ مشر په خپله د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان لیک ته ځواب ورکړی دی.
ښاغلي اقبال زیاته کړې ده، چې عمران خان په وار، وار د پوځ مشر ته لیکونه لیکي او غواړي چې پوځ په سیاست کې ښکېل کړي.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د پاکستان پوځ ته د عمران خان لهخوا د درېیو لیکونو له لېږلو خبر ورکړی و.
عمران خان په دغو لیکونو کې د پاکستان حکومت په پالیسیو کې د بدلون غوښتنه کړې وه او په درېیم لیک کې یې په ټاکنو کې د درغلیو په اړه لیکلي و.