په جنیوا کې د بشري حقونو او ډېموکراسۍ ۱۷مه غونډه نن پیل شوه.
دغه کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د مدافعینو د وضعیت د ارزولو په موخه پیل شوه او دوه ورځې نور به هم دوام وکړي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیر هم اندیشه په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو په استازیتوب مسعوده جلال په دې سرمشریزه کې برخه اخیستې ده.
د نوموړي په خبره، په دې سرمشریزه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بشري حقونو مدافعین راټول شوي، ترڅو د بشري حقونو مسلو ته رسېدګي وکړي.
ښاغلي اندیشه دغه راز لیکلي، ټاکل شوې چې په دې سرمشریزه کې د ښځو د حقونو فعاله مسعوده جلال نړۍوالو حقونو ته د ودې ورکولو او د بشري حقونو له مدافعینو سره د همکارۍ په اړه وینا وکړي.
دا کلنۍ ناسته د ۲۵ غیر دولتي سازمانونو د اېتلاف له خوا ترسره کېږي او هڅه کوي، چې د نړۍوالې ټولنې پام د بشري حقونو پېښو ته واړوي، ترڅو سمدستي څېړنې او عمل ته اړتیا لري.
د جنیوا غونډه هر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له اصلي غونډې مخکې جوړېږي او اصلي موخه یې د دې سازمان د بشري حقونو د شورا په اجنډا کې د مهمو نړۍوالو مسالو شاملول دي.
افغانستان په داسې حال کې په دې سرمشریزه کې ګډون کوي، چې له درې نیمو کلونو راهیسې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډله د بشري حقونو د پراخې سرغړونې، د بندیانو پر سېسټماټیکې شکنجې، د قضايي او امنیتي ادارو د فساد او د عدالتغوښتونکو پر ځپلو تورنه ده.
د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل او دغې ډلې سره د نړۍ تعامل هم د بشري حقونو وضعیت ته پر رسېدګۍ مشروط ده.