پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز د راپور له مخې، د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ ځایي پولیسو د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د هغه د وژنې له ګواښه خبر ورکړی دی.
د پولیسو په وینا:«وسلهوال پلان لري، چې مولانا فضل الرحمان په مذهبي او سیاسي چارو کې د ګډون او لاسوهنې له امله په نښه کړي.»
پولیسو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د دغې موخې لپاره تحریک طالبان ډلې هدفي وژونکو وسلهوالو ته د دندې بشپړولو مسوولیت هم سپارلی دی.
د پولیسو په دغه بیان کې راغلي، چې «پلان به په پټه ترسره شي او هېڅ کومه وسلهواله ډله به د برید مسوولیت په غاړه نه اخلي.»
خو له بل پلوه د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند اسم غوري ویلي، چې د دغه ګوند پلویان د مولانا فضل الرحمان د ساتنې وس لري.