په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۸

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د (سلواغې ۲۸مه) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په کیچ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو د پوله ساتو ځواکونو پر یوې پوستې بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

راپور کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د پاکستان درې تنه پوله ساتي سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

لا تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت هېڅ کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

په یوې بله پېښه کې د همدې ایالت د اوران ولسوالۍ په مشکي سیمه کې وسله‌والو کسانو له یوه پولیس څخه ټوپک هم تښتولی دی.

نږدې دوه اونۍ وړاندې په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر پوځ وسله‌والو درانه بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۱۸ پوخیان ووژل شول او تر دې پېښې وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان ته په بېړني سفر کې هلته د امنیت په تړاو غونډه هم وکړه.

په بلوچستان کې بېلابېلې وسله‌والې ډلې فعالې دي، چې تر ټولو پیاوړې هغه یې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌واله ډله ده چې وخت ناوخت د پاکستان پر پوځيانو ځانمرګي او مخامخ وسله‌وال بریدونه کوي.

په دې وروستیو کې د بلوچستان سربېره په خېبر پښتونخوا کې هم نا امنۍ مخ په پراخېدو دي.

د‌ پاکستاني‌ طالبانو یا «ټي‌ټي‌پي» بریدونه هم په یاد هېواد کې تر بل هر وخت ډېر شوي او پاکستان اندېښنه لري، چې دغه وسله‌واله ډله د دوی په هېواد کې کېدونکي بریدونه په افغانستان کې تنظیموي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو روروسته په پاکستان کې هم امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او هره ورځ د پاکستاني طالبانو او پوځیانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.

که څه هم پاکستان ادعا لري، چې افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي؛ خو طالبانو بیا په وار وار دغه ادعاوې رد کړې دي.

نور خبرونه

رادیو