د هنګري لومړی وزیر: اوکراین د اروپايي ټولنې پر «افغانستان» بدلیدونکی دی

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۷

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان په څېر اوږده، ستړې کوونکې او له لګښتونو ډکه شي چې د «وتلو لپاره به هېڅ لاره ونه لري.»

اوربان دغه خبرې د امریکا د فاکس نیوز پخواني ویاند ټکر کارلسن سره د تېرې جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) په دوبۍ کې د یوې مرکې پر مهال کړي دي.

هغه وویل، اروپایي ټولنې تر اوسه پورې په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد سلګونه میلیارده یورو لګولې دي.

نوموړي زیاته کړه: «که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې د ختمولو لاره پیدا نه کړي، نو دغه جګړه به د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان جګړې ته ورته شي.»

له هغه مهاله چې روسیې پر اوکراین برید کړی، ډېری څېړونکي دا جګړه د «پوتین افغانستان» بولي.

هغوی وايي، دغه جګړه د پخوانۍ شوروي د افغانستان جګړې ته ورته ده.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پوځونه افغانستان ته ننوتل چې جګړه یې شل کاله وغځېده او په ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له ناڅاپي وتلو سره پای ته ورسېده.

دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې.

د هنګري لومړي وزیر د خپلې پرتله ییزو خبرو د دوام په ترڅ کې وویل: «بې پایه جګړه کې بې پایه وینه توییږ.ي په دغه ډول جګړو کې د بریا څرک نه لیدل کېږي او نه هم پکې د وتلو لار وي. د‌پیسو لګښت او د انسانانو وژل د اروپايي ټولنې عادي ژوند ته زیان رسوي او له ګواښ سره یې مخ کوي.»

اوربان د هغو لږو اروپایي مشرانو له ډلې دی چې لا هم له ولادیمیر پوتین سره نېږدې اړیکې لري.

هغه د کرملین دا ادعا بیا تکرار کړه چې روسیې د اوکراین د ناټو غړیتوب د مخنیوي لپاره یرغل کړی دی.

دی چې تل د پوتین د پلوي په تور نیوکې پرې کېږي وویل: «زه د پوتین پلوی نه یم، زه هنګري پلوی یم».

هغه دا هم وویل چې لویدیځ هېوادونه اوکراین ته تلپاتې ملاتړ نه شي ورکولی، او زیاته یې کړه: «زما زړه له اوکراینیانو سره دی، خو هغوی له لوی ناورین سره مخ دي.»

اوربان پخوا هم د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ضد سخت دریځ نیولی او د اروپایي ټولنې د مالي مرستو د بندولو ګواښ یې کړی و، خو تر څرګندونو وروسته یې ډېر وخت په خپلو خبرو کې بدلون راوستی دی.

د اوربان تازه څرګندونې داسې مهال دي چې ډونالډ ټرمپ له اوربان سره نېږدې اړیکې لري او غواړي د روسیې-اوکراین ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسیدو لپاره ترې د فشار د الې په توګه کار واخلي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره ۹۰ دقیقې ټیلیفوني خبرې وکړې چې دې چارې په کییف او اروپایي هېوادونو کې اندېښنې پیدا کړي دي.

ځینې شنونکي وايي، امریکا او روسیه ښايي د اوکراین د راتلونکي په اړه د دې هېواد له ګډون پرته پرېکړه وکړي.

نور خبرونه

رادیو