د مولداویا ولسمشرې په افغانستان کې خپلو وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۷

د مولداویا ولسمشرې مایا سنډو د افغانستان په جګړه کې د مولدووا وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، چې زموږ سرتېري په پردۍ جګړه کې وژل شوي.

مایا سنډو په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه په یوه پیغام کې لیکلي: "موږ د دوی قربانۍ او د کورنیو کړاوونو ته چې د دوی لپاره یې بې ځایه انتظار کاوه یا د تل لپاره یې کور ته ښه راغلاست ویلو ته سر ټیټوو."

د ولسمشرې په خبره، د جګړې له پای ته رسېدو ۳۶ کاله تېر شوي، خو ډېری هغه کسان چې هلته جګړې ته لېږل شوي، لا هم له دې صدمې خلاص شوي نه دي.

ولسمشرې لیکلي: "له ۱۲,۵۰۰ څخه ډېر مولداوایان په هغه جګړه کې ښکېل شول چې د دوی جګړه نه وه. له دې جګړې ۳۰۱ سرتېري هېڅکله بېرته نه دي راغلي. په سلګونه نور بیا له ټپونو سره بېرته راستانه شوي چې نه رغېږي، "

مایا سنډو خواشیني څرګنده کړه، چې تاریخ بیا تکرارېږي ، ځکه چې اوس یې د هېواد په پوله کې مرګ او تباهي لیدل کېږي.

مایا سنډو وویل."د اوکراین په وړاندې د روسیې له خوا په غیر عادلانه او بې ثباته جګړه کې د ډېری خلکو ژوند له منځه تللی. جګړه یوازې دردونه راوړي. راځئ چې سوله وساتو او د هغه تراژیدي په اړه بې تفاوته پاتې نه شو چې زموږ په څنګ کې رامنځته کېږي ،"

مولداویا چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه، د شوروي د ځواکونو سره یو ځای یې سرتېرو د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې وه.

دغه هېواد په ۱۹۹۱ کې له شوروي اتحاد بېل شو او خپلواکي یې ترلاسه کړه.

یاده دې وي، چې درې لسیزې وړاندې د ۱۹۸۹ کال د فېبرورۍ په ۱۵مه شوروي ځواکونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل شوه.

نور خبرونه

رادیو