د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د سوېلي وزیرستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر او د ګمرک دوه تنه لوړ پوړي کارکوونکي په وزیرستان کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري تښتول شوي دي.
ځايي مرستیال کمیشنر ناصر خان خبریالانو ته ویلي چې د وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر سیفالرحمن، د ګمرک سرپرست نثار عباسي او د ګمرک مفتش خوشحال هغه مهال د نامعلومه وسله والو له لوري وتښتول شول، چې پر ډیورنډ کرښه له انګور اډې ګمرک څخه د ستندیو په حال کې وو.
د معلوماتو له مخې وسله والو لومړی د دوی موټر ودرولی او تر پلټلو وروسته یې دغه کسان له ځانه سره نامعلوم ځای ته وړي دي.
ځايي ادارې او پولیسو په دې تړاو د بېړنیو پلټنو خبر ورکوي؛ خو د دغو کسانو د ځای د څرګندیدو او موندلو په تړاو لا کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.
دې پېښې ځايي سوداګر اندېښمن کړي او د وزیرستان د سوداګرو ټولنې او خونې دا پېښه غندلې ده.
د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومت له امنیتي ادارو غوښتي چې د دغو کسانو د خوشې کیدو لپاره بېړني ګامونه واخلي.
سیمه ییز سوداګر خبرداری ورکوي چې دا ډول پېښې پر کاروباري فضا ناوړه اغېزې کوي او که امنیتي وضعیت همداسې ترینګلی وي؛ نو دوی به سړکونو ته د لاریونونو لپاره راووځي.
په وزیرستان کې فعال ازاد خبریال لعل وزیر وزیري بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په یوې بله پېښه کې یو روغتیایي ډاکټر تښتول شوی دی.
هغه وايي، دا پېښه تېره ورځ د اعظم ورسک سیمه کې رامنځته شوې چې وسله والو د ډاکټر نعمان اعجازه په نوم د سره صلیب یو ډاکټر تښتولی دی.
له دې پېښو سره هم مهاله په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونو زور اخیستی او هره ورځ له دغه سیمې د پاکستاني پوځ سره د وسله والو نښتو خبرونه یې ترلاسه کېږي. نږدې یوه میاشت مخکې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د اټومي انرژۍ اته تنه کارکوونکي وتښتول چې برخلیک یې لا هم نامعلوم دی.