په بلوچستان ایالت کې چاودنې لس کان کیندونکي وژلي دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۶

د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په هرنایي سیمه کې د ماین په چاودنه کې لس کان کیندونکي وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

ویل کیږي، د کان کیندونکو موټر په یوه ماین ختلی او دغه پېښه رامنځته شوې.

په سیمه کې سرچینو ویلي، دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سکرو د کان کیندونکو یو موټر د سړک غاړې په ماین ور برابر شو.

ځايي چارواکي وايي، چې دغه چاودنه د هرنايي په سیمه کې شوې او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

بلوچستان چې د پاکستان له نا ارامه ایالتونو څخه ګڼل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې د ګڼو بریدونو شاهد پاتې شوی چې ځینې یې وسله‌ والې ډلې او بېلتون ‌پاله بریدګر ترسره کوي. تر دې پخوا په بلوچستان کې کان کیندونکي تښتول شوي او ان په دغه ډول چاودنو کې هم وژل شوي دي.

د بلوڅ بیلتون پالو په نوم وسله واله ډله اجازه نه ورکوي چې په دغه ایالت کې کان کیندنې وشي او له همدې امله ځینې وخت د کانونو کیندونکي ګارګر له وسله والو بریدونو سره هم مخ کېږي.

لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه چاودنه د کومې ډلې له لوري شوې او که پر کان کیندونکو خپل چاودیدونکي توکي چاودیدلي دي؛ خو ځايي پولیسو یې په اړه د پلټنو خبر ورکړی دی.

د بلوچستان په خواله رسنیو کې دغه پېښه د سړک غاړې ماین چاودنه یاده شوې ده.

نور خبرونه

رادیو