صالح د مونیخ برید ته: په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالي لامل هېواد کې حاکم نظام دی

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۵

د تېر جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جرمني په مونیخ کې د افغان کډوال له لورې په موټر د ۲۸ کسانو ټپيان کول ترهګریز برید یاد کړی او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې.

د پنجشنبې په سهار یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د جرمني په مونیخ ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ او ۲۸ کسان یې ټپيان کړل.

امر الله صالح پر خپله اېکس پاڼه لیکي:« د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۳مه، د جرمني په مونیخ کې وروستۍ ترهګریزه حمله، چې په‌کې یو موټر په قصدي ډول د اتحادیې د کارګرانو په غونډه کې د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه وروست، یو وحشي ترهګریز عمل دی، چې عاملین یې باید تر ټولو سخته سزا وویني. موږ د ترهګرو او د هغوی د هڅوونکو د سزا په اړه د جرمني د عدلي سیسټم ملاتړ کوو. زموږ فکرونه او دعاګانې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره دي.»

صالح زیاته کړې، چې په اروپا کې د ترهګریزو بریدو ستر لامل په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدل او دغه ډلې ته د بشري مرستو په نامه په میلیونونو ډالر مرستې دي.

نوموړی زیاتوي:« مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په کابل کې د جرمني سفارت د مې په ۳۱مه، ۲۰۱۷ کې د حقاني شبکې له خوا تر برید لاندې راغی، چې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان یې ووژل او له ۴۰۰ څخه ډېر یې ټپیان کړل او د دې برید پلان جوړونکی د دوحې د تړون له مخې د ۵۰۰۰ خوشې شویو بندیانو څخه یو و.»

د جمهوري نظام د ولسمشر دغه لومړي مرستیال ویلي چې له ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۲۱ پورې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې یو باوري او مشروع شریک و خو د دوحې تړون د ناټو په ملاتړ د کودتا سره ډېر ورته و، چې طالبان یې بیا واک ته ورسول.

صالح پر اېکس پاڼه کې په اروپایي هېوادنو غږ کړی چې د افغانستان لپاره خپلې پالسیو ته بیا کتنه وکړي نوموړی زیاتوي: «هغه ترهګرې ډلې چې په اروپا کې فعالیت کوي، د طالبانو له خوا هڅول شوي، باید وځپل شي او له منځه یوړل شي. د دې د ترلاسه کولو لپاره، باید په افغانستان کې د اساسي قانون د سیسټم د بیرته راستنیدو لپاره ملاتړ وشي، کوم چې کولی شي ستاسو سره په سوله، امنیت، پرمختګ کې ملګرتیا وکړي او د دوامداره ډله ییز کډوالۍ د خطرونو کمولو لپاره شرایط رامینځته کړي.»

د مونیخ دغه شکمن برید څو ساعته مخکې له هغه وشو، چې ټاکلې وه د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس او د اوکران د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ګډون د ځینو نورو هېوادونو استازي د مونشن امنیتيي کنفرانس لپاره د جرمني دغه سویلي ښار ته ورشي.

له دغه برید وروسته د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ ویلي؛ برید کوونکي ته باید سزا ورکړل شي او باید له هېواده و اېستل شي.

نور خبرونه

رادیو