د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختيا او مختلفو برخو کې د اړیکو ټينګولو لپاره ۲۴ تړونونه، تفاهم لیکونه او پروتوګولونه لاسلیک او تبادله کړل.
په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې له دې يې موخه د دواړو هېوادونو ستراتيژيکه ملګرتيا غښتلې او بنسټيزه کول دي.
پاکستان راډيو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبر کې ويلي، چې شریف او اردوغان د دواړو هېوادونو د لوړې کچې ستراتيژيکې شورا د اوومې غونډې په پای کې دغه ګډه اعلاميه لاسلیک کړه.
د مالوماتو له مخې د لاسلیک مراسم د پنجشنبې په ورځ د لومړي وزير په ماڼۍ کې تر سره شول.
پاکستان او ترکیې په دفاعي، برېښنا، انرژۍ او کانونو، سوداګرۍ او صنعت، د ساينسي زدکړې او روزنې، د بانکدارۍ، مذهبي خدماتو او زدکړو، د حلال خوړو، د رسنيو او عامه اړیکو، حقوقي سکتور، روغتیا او درمل جوړولو، فضايي صنعت او کلتوري همکاريو د پراختیا په برخه کې ۲۰ تفاهم لیکونه د اوبو او تخمونو د تولید په برخه کې دوه تړونونه، د برېښنا انرژۍ او کانونو په سکتورونو کې یو پرتوکول کړي دي.
شهباز شریف او اردوغان د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې د دوه اړخيزې همکارۍ د زياتولو لپاره د پاکستان – ترکيې سوداګريز فورم لاسلیک شوي دوه تفاهم لیکونه هم تبادله کړل.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه د چهارشنبې په ورځ پاکستان تللی.