عمران خان له تحریک انصاف ګوند څخه شېر افضل مروت اېستلی دی

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۵

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت له دغه ګونده اېستل شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې نوموړی د دغه ګوند له ټاکلو اصولو د سرغړاوي له امله له ګونده ایستل شوی.

دغه خبرپاڼه چې تېره شپه (د سلواغې په ۲۵مه نېټه) خپره شوې په کې راغلي، چې شېر افضل مروت د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان په لارښوونه له ګوند څخه اېستل شوی دی.
وړم سهار پي ټي ای پرېکړه کړې وه، چې د پاکستان قومي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت له ګونده وباسي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند شېر افضل مروت له ګوند څخه اېستلی دی او د تحریک انصاف عمومي منشي فردوس شمیم ​​نقوي د هغه د اېستلو په اړه یو بیان خپور کړی دی.
په پاکستان کې بیا سرچینې وایي، چې تر دې وړاندې د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکي عمران خان د ګوند مشرتابه ته لارښوونه کړې وه چې د شېر افضل مروت پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.
سرچینو ویلي، چې شېر افضل مروت د تحریک انصاف له مقرراتو د پرله پسې سرغړونو له امله له ګونده اېستل شوی.
هغه ته تر دې وړاندې هم څو ځلې د ګوند پر ضد له هر ډول څرګندونو څخه د لاس اخیستلو خبرداری وکړل شوی و.
د سرچینو په وینا، د ګوند مشرانو د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکي ته د صوابۍ په جلسه کې د شېر افضل مروت په اړه شکایت کړی و.

تازه شېر افضل مروت پر اېکس پاڼه کاږلي: «زما سره د تحریک انصاف هغو کسانو ظلم کړی، چې له پیله یې زما سره جوړه نه وه. زه د داسې خلکو سره د شخړې اراده نه لرم. زما یوازینۍ ګناه دا ده، چې ما هیڅکله په ګوند کې د کومې ډلې ملاتړ نه دی کړی. زه به هیڅکله د خان صاحب د نظریاتو سره مخالفت ونه کړم او هغه به تل زما مشر وي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دا مهال د پاکستان حکومت له لوري بندي دی.

نور خبرونه

رادیو