د «ماشوم سرتېري د مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې په وسلهوالو ډلو کې د ماشومانو ګومارل د هغوی د حقونو پراخ ناورین دی.
بېنېټ د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د ماشوم سرتېري د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره سم په خپل اېکس کې لیکلي، چې له زدهکړې او معیشت خوندیتوب، له ماشومانو د خوندیتوب په معنا دی.
نوموړي زیاته کړې، چې پر زدهکړو بندیز او د ماشومانو کار او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې ماشومان په وسلهوال تاوتریخوالي کې را ایساروي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلي و، چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناهغوښتونکي ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د ۱۴.۸ میلیونو پناهغوښتونکو ماشومانو نیمايي چې ښوونځي ته د تګ وړ دي، د بېوزلۍ، نښتو او اسانتیاوو د نشتوالي له وجې د زدهکړو له دوام څخه محروم دي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د افغانستان زرګونه ماشومان د افغانستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د تاوتریخوالو، بنسټیزو امکاناتو د نشتون او د کډوالۍ له امله له زده کړو بې برخې دي.
له دې سره، د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پېښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د ۲۵۷ تنه ماشومانو د ګومارلو راپور تایید شوی دی.
دغه راپور زیاتوي، چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تېري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.