د ترکیې ولسمشر د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه په دوه ورځیني سفر پاکستان ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۴

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له یوه لوړپوري پلاوي او د ترکیې لومړۍ مېرمنې سره یوځای په دوه ورځیني رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی.

په دغه سفر کې د ترکیې مشهور سوداګریز شخصیتونه هم د ترکیې له ولسمشر سره مل دي.
د اردوغان هرکلي ته د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف د نور خان هوایي اډې ته ورغلي وو.
د پاکستان د هوايي ځواک جي اېف ۱۷ الوتکې د ترکیې د ولسمشر الوتکه اسلام اباد ته بدرګه کړه.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، اردوغان به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره کتنې ولري.
اردوغان د شهباز شریف په بلنه پاکستان ته تللی.
شهباز شریف او ولسمشر اردوغان به د پاک-ترکیې د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا اوومې غونډې مشري په ګډه وکړي.
تمه کېږي، چې ګڼ شمېر مهم تړونونه او هوکړه لیکونه به هم لاسلیک شي.
شریف په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر اردوغان په دې تاریخي سفر کې هیله من یوو چې دا اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
دا سفر څو ساعته وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا سفارت د سفر په اړه یوه خبرتیا خپره کړه، چې په کې د پاکستاني طالبانو له خوا د اسلام اباد د فیصل جومات په وړاندې د ګواښ یادونه وشوه او له خپلو اتباعو یې وغوښتل، چې تر بلې خبرتیا پورې جومات او نږدې سیمو ته یې له تګ څخه ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو