د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لیبیا په ساحل کې د یوې کښتۍ د ټکر په پېښه کې د ۱۶ پاکستاني وګړو د مړینې خبر ورکړی او ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۰پاکستانیان لا هم ورک دي.
پاکستان وروسته له هغه دغه خبر تایید کړ، چې په طرابلس کې د پاکستان د سفارت یوې ډلې زاویه ښار ته سفر وکړ ترڅو د سیمه ییزو چارواکو او روغتون له کارکونکو دغه جزیات تایید کړي.
د نا تایید شویو راپورونو په حواله، د بهرنیو چارو وزارت وویل، ګومان کیږي چې ټولټال ۶۳ پاکستانیان په کښتۍ کې سپاره وو.
یاد وزارت د مړو شوو وګړو د نوملړ په خپرولو سره ویلي چې تر اوسه پورې، د ۱۶ کسانو جسدونه موندل شوي، چې ډیری یې د پښنتونخوا کورمې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې پېژندګلوي یې د دوی د پاکستاني تابعیتونو او پاسپورتونو له مخې شوې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د رسمي بیان له مخې، ۳۷ ژوندي پاتې شوې وګړي د پولسو په توقیف کې دي او شاوخوا ۱۰ پاکستانیان لا هم ورک دي.
د بهرنیو چارو وزارت دا هم زیاته کړې، چې په طرابلس کې د پاکستان سفارت په فعاله توګه د پیښې په اړه نور معلومات راټولوي او له ځایي چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۳ کال کې له ۶۰۰۰ څخه زیاتو پاکستاني وګړو اروپا ته د ناقانونه سفر هڅې کړې دي. خو د ځینو راپورونو د اټکل له مخې هر کال له ۴۰ زرو ډیر پاکستاني وګړي اروپا ته په ناقانونه ډول د سفر هڅه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پیښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او اغیزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره یې د سملاسي اقدام غوښتنه وکړه.
هغه چارواکو ته هم لارښوونه وکړه چې د دغو جرمونو مسوول انساني قاچاق وړونکو په وړاندې سخت ګاومنه پورته کړي.