د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د قزاقستان له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
دغه روسي چارواکي ټینګار کړی، چې د افغانستان، سوریې او اوکراین امنیتي وضعیت لا هم د روسیې او قزاقستان پاملرنې ته اړتیا لري.
د قزاقستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) ويلي، چې د روسيې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره کتلي.
د روسیې تاس دولتي خبري اژانس د همدې ليدنې اړوند د سرګي شویګو له قوله لیکلي: «هغه پرمختګونه، چې موږ یې په افغانستان کې شاهدان یو او په سوریه او اوکراین کې وروستي پرمختګونه زموږ دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري».
دواړو هېوادونو د خپلو اړیکو پر لا پياوړتیا هم خبرې کوړې او نویو پرمختګونو ته یې هيله مندي ښودلې.
روسیه او قزاقستان دا مهال د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو دواړه هېوادونه له دې ډلې سره نژدې ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.
په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی او قزاقستان هم طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلي دي.
مسکو له دغه لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.