د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر مشر کریم خان له بندیز سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، چې په افغانستان کې د یادې محکمې رول مهم دی.
بېنېټ د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یو پوسټ کې زیاته کړې، چې د یادې محکمې د کمزوري کېدو هڅې به د نړۍ په کچه د عدالت د خونديتوب په برخه کې د قربانیانو غوښتنو ته زیان ورسوي.
د بېنټ په وینا، د جرمونو نړۍواله محکمه د نړۍوالو جنایتونو لپاره د حسابورکونې او عدالت یوازینۍ مرجع ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې د امریکا له لوري د محکمې پر لوی څارنوال کریم خان لګېدلي بندیزونه غندلي دي.
دغهراز یادې محکمې له خپلو ۱۲۵ غړو هېوادونو، مدني ټولنې او د نړۍ له ټولو ملتونو غوښتي وو، چې د نړۍوال عدالت لپاره یو موټی شي.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوال کریم خان یې تحریم کړی دی.
سپینې ماڼۍ د یادې له خوا د متحده ایالاتو او اسراییل پر وړاندې تورونه "غیر قانوني او بې اساسه" بللي دي.
د یادولو ده، چې تر دې وړاندې کریم خان د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضي القضات د نیولو امر صادر کړی دی، خو امریکا په رسمي ډول د دې غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.