پاکستاني رسنۍ: په بنو کې د تښتول شویو پولیسو جسدونه موندل شوي دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۲

پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا له بنو ولسوالۍ څخه د دوو تښتول شویو پولیسو جسدونه موندل شوي دي.
د ډروم نیوز د راپور له مخې، د دغه دوو وژل شویو پولیسو جسدونه د بنو په ګربز بکاخېلو سیمه کې موندل شوي دي.

د بکاخېلو ځایي پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پاکستاني طالبانو دغه دوه پولیس د بکاخېلو له منډیي څخه تر تښتولو وروسته په همدغه ورځ د ګربز بکاخېلو په یوه مېدان کې د ویډیو جوړولو پر مهال وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پاکستاني طالبانو د پولیسو په یوه مرکز برید کړی و، چې پکې ۳ پولیس وژل شوي وو او ۹ نور بیا ټپیان وو.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په فتح‌خېلو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په ټي ټي پي پورې یوې تړلې یوې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی و.
پاکستاني چارواکي تل افغان طالبانو ته د پړې ګوته نیسي، چې ګوندې د ټي‌ټي‌پي غړو ته یې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه ورکړي او پر پاکستان بریدونه له هغه ځایه پلانېږي؛ خو افغان طالبان بیا تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو