د راشدخان په لوبډلمشرۍ د «اېم ای کېپ ټاون» لوبډلې د سوېلي افریقا د کرېکټ لیګ اتلولي وګټله

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۰

د سوېلي افریقا تجارتي کرېکټ سیالیو اتلولي د نړۍ افسانوي لوبغاړي راشد خان په لوبډلمشرۍ د ممبۍ اېنډین کېپ ټاون لوبډلې د ۷۶ منډو په توپېر وګټله.

نن د سوېلي افریقا تجارتي سیالیو په پایلوبه کې ممبۍ اېنډین کیپ ټاون د سنرایز ایسټرن کېپ لوبډلې پر وړاندې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې، چې د سنرایز ایسټرن کېپ لوبډله ونه توانېده دغه هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله یې په ۱۹م اوور کې په ۱۰۵ منډو اوټ شوه.

په ممبۍ اېنډین کېپ ټاون لوبډلې کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، عظمت عمرزی او صدیق اتل لوبه ترسره کوله.

ددغه سیالۍ غوره لوبغاړی ټرینټ بولټ شو، چې په څلورو اورونو کې یې د نهه منډو په ورکولو د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي اوټ کړل.

یاده د وي، چې د افغانستان د شل اورېزه کرېکټ لوبډلمشر راشد خان لومړی افغان شو چې په داسې یو لیګ کې یې په کپتانۍ کې لوبډله اتله کېږي.

نور خبرونه

رادیو