د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړي استازي د افغانستان په تړاو وغږېدل

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۸

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړي استازي د دې هېواد په پلازمېنې دوشنبه ښار کې د افغانستان د وضعیت په تړاو غږېدلي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) په یو بیان کې ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو په «شپږمه ناسته» کې د بشري حقونو وضعیت او د افغان ښځو شرایط ارزولي او په تړاو یې خبرې کړي دي.
د دې ناستې ګډونوالو د ۲۰۲۴ کال له تېرې فېبروري میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي تحولاتو په هکله خپل نظریات تبادله کړي دي.
هغوی همداراز، له افغانستان سره د مرستې لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي اتحادیې د چلندونو په تړاو غږېدلي دي.
یاد وزارت ویلي، چې د دواړو خواوو استازو د «بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو او امنیتي ننګونو او ګواښونو» په تړاو خپل نظریات تبادله کړي دي.
له دې ناستې مخکې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولاسن سره لیدلي دي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي، چې د افغانستان وضعیت او له راتلونکو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره د همکارۍ په تړاو رغنده خبرې‌اترې شوې دي.
د یادونې ده، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د حضور په ګډون د دغه هېواد له خاورې د راپورته شویو امنیتي ګواښونو په تړاو ژور اندېښمن دي.
ورته مهال، تاجکستان ان د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره خپلې پولې پیاوړې کړي.
د اروپايي ټولنې اندېښنې تر ډېره حده په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو اړوند موضوعاتو باندې متمرکزې دي.
طالبانو په سېسټماټیک ډول ښځې له عامه ژونده اېستلي او د بشري حقونو پر پراخو سرغړونو او جنسیتي اپارټایډ تورن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې که څه هم طالبان تر اوسه د کوم هېواد له‌‌خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، خو د ازبکستان، قزاقستان او ایران په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبان سره ښه راکړه-ورکړه او اړیکې لري.

نور خبرونه

رادیو