په خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ څپې؛ کرک کې په یوه برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۸

یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته د (سلواغې په ۱۸مه) ویلي، چې تېره شپه د خېبر پښتونخوا ایالت د کرک ولسوالۍ په بهادرخېلو سیمه کې پر ځایي پولیسو وسله‌والو برید کړی او ۸ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې په خبره، په یاده پېښه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ځیني پولیس لادرکه شوي هم دي او موندلو پسې یې ځايي امنیتي ځواکونو هڅې پېل کړې ډي.

د خېبر پښتونخوا امنیتي مسوولینو د دغه برید په تړاو جزییات نه دي‌ ورکړي؛ خو یوازې همدومره یې ویلي چې په تړاو یې څېړنې روانې دي.

کرک د خېبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده، چې د نورو ځایونو پرتله پکې نا امنۍ او جګړې کمې دي.

د تېرو څلور ورځو راهیسې په خېبر پښتونخوا کې دغه برید د نا امنۍ شپږمه پېښه ګڼل شوې او له همدې کبله د جګړې د لا ډېرېدو اټکل شوی دی.

لا تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی؛ خو په خېبر پښتونخوا کې ډېر کله پاکستاني طالبانو د دغه ډول بریدونو د ترسراوي ټتر وهلی دی.

په خېبر پښتونخوا کې ترهګریزې پېښې داسې مهال ډېرېږي، چې یو شمېر ځايي سیاست‌والو نیوکې کړې چې د پاکستان د بې غورۍ له کبله په یاد ایالت کې د «ټي‌ټي‌پي» فعالیتونو زور اخیستی او حتی ځینې سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستې دي.

هم مهاله پاکستان ادعا کوي‌، چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پټنځایونه لري او له هماغه ځایه د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي؛ خو افغان طالبانو دغه ادعاوې په وار وار رد کړې دي.

تېره اونۍ په پاکستان کې د «ټي‌ټي‌پي» په لیکو کې له پوځ سره د جګړې پر مهال د طالبانو د بادغېس د مرستیال والي زوی هم وژل شوی و، چې پاکستان یې جسد طالبانو ته سپارلی دی. داسې راپورونه شته، چې د افغان طالبانو ځینو غړو هم له پاکستاني طالبانو سره لاس یو کړی او د پاکستان دننه په یو شمېر بریدونو کې ښکاره لاسونه لري.

نور خبرونه

رادیو