د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: بل څوک د فلسطینیانو د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۷

طالبانو د فلسطينیانو د بې ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغو د مېشتولو اړوند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هيڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی.»

طالبان دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو نقض ګڼي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل، چې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته ورته پلانونه د «صهیونيستي رژيم د شومو اهدافو استازیتوب کوي.»

د طالبانو په خبره، دا ډول پلانونه د کرکې پارونې او د سيمې د کړکېچ د زياتوالي لامل ګرځي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو او د عدالت له پلويانو غوښتي، چې د دا ډول توطيو پر وړاندي عملي او پر وخت دريځ ونیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د س شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې وویل، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه لري.

نوموړي هيله ښودلې، چې اردن او مصر بې ځایه شوي فلسطینیان په خپل هېواد کې ومني.

ټرمپ زیاته کړې، چې فلسطینیان باید غزه پرېږدي او په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې وکولی شي خوشحاله وي او و نه وژل شي.
حماس بیا دغه وړاندیز غندلی دی او د دې ترڅنګ سعودي عربستان، اردن او مصر هم د ټرمپ له دې نظریې سره مخالفت کړی دی.

نور خبرونه

رادیو