د افغانستان کرېکټ د ۲۰ اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان لومړنی ورو توپاچونکی شو چې په دې سیالیو کې ۶۳۳ وېکټې ترلاسه کوي.
خان دا کارنامه سېشنبه (د سلواغې ۱۶مه) د سوېلې افریقا په ۲۰ اوریز شخصي لیګ کې په خپل نوم ثبت کړه، چې په دې سره د وېسټانډيز له مخکېني او متقاعد لوبغاړي ډووېن براوو یو ګام وړاندې شو.
براوو بیا په ۲۰ اوریزو سیالیو کې ۶۳۱ وېکټې ترلاسه کړي، چې له راشد خان وروسته په دویم مقام کې دی.
ورته مهال، دغه افغان ستوري په خپله فېسبوکپاڼه کې د دغې کارنامې له خپلولو وروسته خوښې ښودلې او لیکلي یې دي: «د خدای شکر ادا کوم چې په کرېکټ کې مې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی.»
خان زیاتوي، خوښ دی چې په ۲۰ اوریزو سیالیو کې ۶۳۳ ویکټې ترلاسه کوي.
د یادونې ده، چې افغان اتل راشد خان دا مهال د ۲۰۲۵ کال د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په نوملړ کې د ۶۶۹ نمرو په لرلو سره په لومړي مقام دی.
هغه همداراز په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د ۶۶۴ نمرو په لرلو سره اتم مقام کې دی.