د اسیا پلس خبري ويبپاڼې د راپور له مخې دغه نشهيي توکي (میتامفیتامین) د دوشنبي – کلما پر لویه لاره هغه مهال نیول شوي، چې یوه لارۍ له ټکر سره مخ شوه.
خبر زیاتوي چې له هغه وروسته د تاجکستان د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي دغې سیمې ته ورغلي وو.
په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۱۵مه، د تاجکستان د نشهيي توکو د کنټرول ادارې لخوا خپور شو، د دې ادارې مشر ظفر صمد وویل چې د مخدره توکو بار په تیره میاشت کې نیول شوی.
په راپور کې راغلي چې د دغه قاچاق شوي بار یوه برخه د دوشنبې - کلما په لویه لاره (د چین پوله) کې د قیمتي ډبرو د پوډر مخلوط له یوې لارۍ څخه نیول شوې. چې دغې لارۍ له افغانستان څخه چین ته د قیمتي ډبرو پوډر لیږدول.
تاجکستاني چارواکي وايي، له نورو څېړنو وروسته پردغه لاره یوه بله لارۍ چې د تاجکستان ګورنو بدخشان خودمختاره سیمې په مرغاب، کې روانه وه، تر پلټونو وروسته په کې میتامفیتامین وموندل شول.
ښاغلي صمد د رسنیو پخواني راپورونه رد کړل چې نیول شوې اندازه ۸۰۰ کیلوګرامه وه، او روښانه یې کړه چې ۱۲۱ کیلوګرامه مخدره توکي دي.
د تاجکستان د مخدره توکو د کنټرول مشر دا هم وويل، چې په افغانستان کې د مصنوعي مخدره توکو تولید زیات شوی، چې په ۲۰۲۴ کال کې په تاجکستان کې د مخدره توکو په نیولو کې ۵۹سلنه زیاتوالی راغلی دی.
تیر کال په دغه هیواد کې ټولټال ۱۱۰ کیلوګرامه مصنوعي مخدره توکي ضبط شوي وو چې ۴۱ کیلوګرامه د ۲۰۲۳ کال په پرتله نور هم زیات شوي دي.