د سوډان په يوه بازار کې د بريد له کبله ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپيان شوي دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۳

د سوډان روغتيايي چارواکي وايي، د شنبې په ورځ د اوم درمان ښار په یوه پرانيستې بازار کې د چټک ملاتړ ځواکونو په بريد کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپيان شوي دي.

چټک ملاتړ ځواکونه يا نيمه نظامي ډله د دغه هېواد د پوځ په وړاندې جنګيږي.

د اسوشیټېډ پرېس د رپوټ له مخې، د سوډان د ډاکټرانو ټولنې پيښه تاید کړې او ویلي، چې د چټک ملاتړ ځواکونو یا نیمه پوځي ډلې له لوري په دغه توغنديز برید کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زيات دی.

د ډاکټرانو په خبره، روغتون ته د ښځو او ماشومانو جسدونه ور وړل شوي او دوی د روغتيایي کارکوونکو او طبي سامان له کمښت سره مخ دي.

دغه بريد د شنبې په ورځ د چټک ملاتړ ځواکونو یا نيمه پوځې ډلې له لوري د سبرين په بازار کې شوی.

د کلتور وزير او د حکومت ویاند خالد العلیصير د دغه بريد د غندنې تر څنګ ويلي په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

نوموړي ويلي، چې د دې بريد له کبله شخصي او عامه ملکیتونو ته زيات مالي زيان هم اوښتی.

هغه دا بريد د همدې ډلې له لوري یو جرم بللی او زياته کړې ده: «دا د نړيوال بشردوستانه قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.»

د اسوشیټېډ پرېس د رپوټ له مخې، دا په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې وژونکی بريد و، چې په شمال ختيځ افريقایي هېواد کې يې ویجاړي رامنځ ته کړه.

په سوډان کې د ۲۰۲۳ کال په اپريل مياشې کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ تاوتريخوالی هغه مهال زيات شو، کله چې په پلازمېنه خرطوم او د هېواد په نورو ښارونو کې د دوی شخړې په ښکاره جګړو بدلې شوې.

دې شخړو پر مهال له ۲۸ زره ډېر خلک وژل شوي، میلیونونو یې خپلي مېنې پرايښي او ځینې کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو په هیله واښه خوړلي، ځکه چې قحطي د هېواد ځيني برخې ځپلي دي.

نور خبرونه

رادیو