د موی ټای سیالیو افغان لوبغاړي خپل چینايي سیال، «وانګ یو» د لوبې په دویم رونډ کې له قوي ګوزارونو وروسته ماتې ته اړ کړ.
دا لوبه شنبهشپه (د سلواغې ۱۳مه) د ټایلېنډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه، چې د موی ټای سیالیو افغان اتل وکولای شول خپل چینايی سیال تسلیم کړي.
د شاهین قهرمان او «وانګ یو» ترمنځ ترسره شوې لوبه د «راجادامنرن» سازمان لهخوا جوړه شوې وه او په دې سره د موی ټای سیالیو افغان اتل پرلهپسې اتمې بریا ته ورسېد.
د یادونې ده، چې شاهین قهرمان لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې په «راجادامنرن» سازمان کې غړیتوب ته رسېږي او په موی ټای نړۍوالیو سیالیو (RWS) کې د افغانستان په استازولۍ مبارزه کوي.