د امریکا د کانګرس غړې: طالبان باید د امریکایي مالیه ورکوونکو یو سنټ پیسې هم ترلاسه نه کړي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۳

د امریکا د کانګرس غړې انا پایولینا لونا طالبانو ته د امریکا د ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې پر لېږلو په کلکه نیوکه وکړه.

هغې په خپل اېکس کې لیکلي: «ترهګر باید د امریکایي مالیه ورکوونکو یو سنټ پیسې هم ترلاسه نه کړي».
نوموړې دغه راز زیاته کړې: «مونږ هره اونۍ طالبانو ته ۴۰ میلیونه ډالره استوو او دا هغه ډله ده چې زمونږ حاکمیت او امنیت ګواښي.»
د امریکا د کانګرس یادې غړې د دغې جرګې د بل غړي ټیم بورچټ له هغې طرحې ملاتړ وکړ، چې پر طالبانو د مالي مرستو بندول دي.
انا پایولینا لونا زیاتوي، چې د بورچټ لایحه به طالبانو ته د پیسو د لېږلو بهیر پایته ورسوي.
د امریکا د کانګرس غړي ټيم بورچټ تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې داسې یوه طرحه یې د استازو مجلس ته وړاندې کړې ده، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې به تر دې وروسته طالبانو ته نه‌ورکول کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پیسو د استولو موضوع د جمهوري غوښتونکو ترمنځ په مهم بحث بدل شوی دی.
په دې وروستیو کې امریکا میلیارډر او د ټرمپ با نفوذه سلاکار اېلان ماسک هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د تېرې سې شنبه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې متحده ایالات طالبانو میلیاردونه ډالر ورکوي.
هغه طالبانو ته د پیسو لېږل د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه، چې دغه مرستې باید و نه شي.
د طالبانو مخالفینو بیا د امریکا د نوې رهبرۍ له دې څرګندونو هرکلی کړی دی.
دوی ویلي، چې طالبان د امریکایي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه په افغانستان کې ترهګري تغذیه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي بیا وایي چې له امریکا څخه هېڅ ډول مرستې نه ترلاسه کوي.

نور خبرونه

رادیو