د اوکراین ولسمشر سوریې ته ۵۰۰ ټنه غنم واستول

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۸

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، ویلي چې هېواد یې د بشري مرستو په چوکاټ کې سوریې ته پنځه سوه ټنه غنم واستول.دغه مرسته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په همکارۍ د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي.

زیلینسکي وویل چې دغه مرسته به په راتلونکو اوونیو کې د ۳۳,۲۵۰کورنیو یا شاوخوا ۱۶۷,۰۰۰ کسانو ترمنځ ووېشل شي. هره کڅوړه ۱۵کیلوګرامه وزن لري او کولای شي د یوې پنځه کسیزې کورنۍاړتیاوې د یوې میاشتې لپاره پوره کړي.
هغه د سوریې له خلکو سره د یووالي څرګندونه وکړه او د هغوی لپاره یې دامنیت، ثبات او پرمختګ غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې اوکراین د دغه ډول بشري مرستو پر ارزښت او اصلي مانا پوهېږي.
اوکراین د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو ګنل کېږي چې د غنمو لوړ حاصلات لري، خو د روسيې د یرغل له امله یې کرنیزه برخه په ځانګړي ډول د غنمو کرکیله ډېره زیانمنه شوې ده

نور خبرونه

رادیو