د اذربایجان هوايي شرکت وايي، الوتکه یې د “بهرنۍ لاسوهنې” له امله غورځیدلې ده

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۷

د ازربایجان هوايي شرکت ویلي، د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي چې د دغه شرکت یوه الوتکه چې د چهار شنبې په ورځ په قزاقستان کې غورځېدلې لامل یې «بهرنۍ فزیکي او تخنیکي لاسوهنه وه.»

دغه شرکت د روسیې له ځینو ښارونو باکو ته څو الوتنې هم لغوه کړې دي.

د اذربایجان هوايي شرکت پر خپله رسمې پاڼه لیکلي، چې د لومړنیو څیړنو له مخې د اذربایجان هوايي شرکت د امبرایر ۱۹۰ الوتکه “د فزیکي او تخنیکي بهرنۍ لاسوهنې” له امله غورځیدلې ده.

دغه هوايي شرکت ویلي دي چې د ډیسمبر میاشتې له ۲۸ نېټې باکو ته د روسیې مینرالونوي وودې، سوشي، وولګوګراد، اوفا، ساراټوف، نطني نوګورود او ولادیکاوکاز لپاره ټولې الوتنې لغوه اعلان کړې دي.

د اذربایجان هوايي شرکت لیکلي:«دا پریکړه، چې د اذربایجان د دولتي ملکي هوایي چلند ادارې سره شوې، د فزیکي او تخنیکي بهرنۍ لاسوهنې له امله د اذربایجان هوایی شرکت د امبرایر ۱۹۰ الوتکې د غورځیدو په اړه د تحقیقاتو د لومړنیو پایلو پراساس ده او د الوتنې خوندیتوب ته احتمالي خطرونه په پام کې نیسي.»

د اذربایجان هوايي شرکت وايي، روسیې ته د الوتنو دا ځنډ به د وروستۍ څیړنې تر بشپړیدو پورې پر خپل ځای پاتې وي.

دغه شرکت دا هم ویلي، چې د روسیې په ځینو ښارونو کې چې کومو مسافرو د دغه شرکت لپاره ټکېټونه اخیستي پرته له جریمې به یې ټولې پیسې بېرته د “ازال” هوایې شرکت له لورې ورکول شي.

اذربایجانۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د سویلي روسیې له یوې سیمې تر وتلو وروسته ولویده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.

د الوتکې د نسکوریدو په دغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي.

نور خبرونه

رادیو