د روسیې امنیتي خدمتونو ادارې د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې په مسکو کې یې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د یوې ترهګریزې حملې مخه نیولې ده.
د روسیې امنیتي خدمتونو اداره وايي، چې د نیول کېدو پر مهال د داعش غړو مقاومت وکړ او ووژل شول.
د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي خدمتونو ادارې په حواله خبر ورکړ، چې بریدګر د منځنۍ اسیا اوسېدونکي وو.
د دغه راپور له مخې، د داعش غړو یو موټر اخیستی، چې په هغه کې يې د پروپان ګاز ډبې یې پکې اېښې وې او بیا یې د لاسي بمونو جوړولو ته مخه کړې وه.