د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په غونډه کې ویلي، دوحه چمتو ده چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ رغنده اړیکې ټینګې کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي ناستې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري، اقتصادي او سیاسي وضعیت د ثبات ساتلو لپاره ګډې ژمنتیا ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، چې قطر به په افغانستان کې د ثبات د ډاډمنولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.
دغه قطري چارواکي په یاده غونډه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او په اوسنیو بحراني شرایطو کې د افغانستان خلکو ته د هر اړخیز ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی.
د قطر استازي د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل:« خلک له بې مخینې ستونزو سره مخ دي. دا د غړو هېوادونو دنده ده چې سره متحد شي او د معنا لرونکو خبرو اترو لپاره اساس چمتو کړي.»
الخلیفي په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره اوږدمهالو بشري پرمختیايي او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.