څلورو باخبره سرچینو رویټرز خبري اژانس ته وویل، کومه اذربایجاني الوتکه چې په قزاقستان کې نسکوره شوې وه او له امله یې ۳۸ کسان ووژل شول، د روسیې دفاعي ځواک نسکوره کړې ده.
اذربایجاني الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته نږدې د ډزو په پایله کې د سویلي روسیې له یوې سیمې څخه د وتلو وروسته ولویده چیرې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارولی دی.
یوې اذربایجانې سرچینې رویټرز ته وویل، چې لومړنۍ پایلې ښیې چې الوتکه د روسیې د Pantsir-S هوایی دفاعي سیسټم له خوا ویشتل شوې.
سرچینې وویل: "هېڅوک دا ادعا نه کوي چې دا په قصدي ډول ترسره شوي. مګر، د ثابتو شواهدو په پام کې نیولو سره، باکو تمه لري چې روسیه د اذربایجان د الوتکې د ویشتلو په اړه اعتراف وکړي."
د قزاقستان د ټرانسپورټ وزیر مارات کارابایوف د یادې پېښې په اړه تېره ورځ رسنیو ته وویل، "په الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو، چې ۶۲ مسافر او پنځه د عملې غړي وو، چې ۳۸ کسان په کې مړه شوي او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي.
په دغه الوتکه کې د ازربایجان، قرغزستان، روسیې او قزاقستان اوسېدونکو سفر کاوه.