اسراییلي پوځ وویل، چې د پنجشنبې په ورځ یې په یمن کې د صنعا نړۍوال هوايي ډګر او د لویدیځ ساحل په اوږدو کې د درې بندرونو په ګډون په یمن کې د ایران پلوه حوثي وسله والو څو هدفونه په نښه کړي دي.
بل خوا،حوثي وسله والو پورې تړلې المسیره ټلویزیون ویلي، چې په هوایي ډګر بریدونو کې دوه کسان وژل شوي، یو کس د بندر په بریدونو کې وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د یمن د حدیده، سلف او راس کناتیب په بندرونو کې پر پوځي بنسټونو د برید سربیره، اسراییلي پوځ وویل، چې د دغه هېواد د حزاز او راس کناتیب د برېښنا سټیشنونه یې هم په نښه کړي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د بریدونو نه وروسته وویل: « اسراییل به خپل ماموریت ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي تر څو دا ترهګریز ځواک مات کړو.»