د ایران د کډوالو چارو د مرکز رییس وايي، د بایومټریک په وسیله د بې اسنادو کډوالو پېژندګلوي کوي، څو ایران ته د هغوی د بیا راتګ مخه ونیول شي.
دغه ایرانی چارواکی وايي، ایران هڅه کوي چې د نویو لارو چارو په کارولو سره ایران ته د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
د ايران د کډوالو چارو د مرکز مشر نادر يار احمدي د یک شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۵مه) رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد زېربناوې د ډېرو کډوالو د منلو توان نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنيوي په موخه د دغه هېواد په ختيځ کې پر سرحد د دېوالونو د جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دى.
همدارنګه د ایران د کډوالو چارو د مرکز دغه رییس وویل، چې د نویو قانوني تصویبونو او د قضایه قوې په مرسته د بې اسنادو کډوالو سره د چلند لپاره نور قانوني اقدامات هم ترسره کېږي.
بلخوا، دغه ایراني چارواکي نن د ایران په مازندران ولایت کې رسنیو ته په یوه بله خبرې ناسته کې وویل، چې په دغه ولایت کې ان د لنډې مودې لپاره هم د افغان کډوالو لپاره کار او اوسېدل منع دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مازندران د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اوسېدو لپاره یوه منع سیمه اعلان شوې ده.
دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د نويو تګلارو اعلان کوي، چې ایران په دې وروستیو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت کړي او د دغو کډوالو د اېستلو بهیر یې هم ګړندی کړی دی.
د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د کار او کورونه په کرایه ورکول جرم بللی دی.