چین، ایران، پاکستان او روسیې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور اندېښنه ښودلې ده

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان، ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه غونډه وکړه. دغه هېوادونو په یاده ناسته کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه د روسیې په بلنه جوړه شوې وه چې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په‌کې برخه اخیسته وه.

په خبرپاڼه کې پر خپلواک، یو موټي، باثباته او داسې افغانستان ټینګار شوی، چې له ترهګرۍ، جګړو او نشه‌یي توکو پاک وي. په خبرپاڼه کې له افغانستان سره د دغه هېوادونو پر اقتصادي تعاملاتو او سوداګرۍ ټینګار شوی او د سیمې پر اقتصاد د افغانستان رول ارزښتناکه بلل شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي، باید د طالب چارواکو پر سفر بندیزونه لرې کړل شي چې په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت ته زمینه برابره شي. خبرپاڼه له افغانستان سره د نړۍوالو مرسته غوښتنه کوي او زیاتوي، چې باید بشري مرستې له سیاسي شرطونو سره ونه تړل شي.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي، چې داعش، القاعده، د ترکستان ختیځ اسلامي حرکت، د پاکستاني طالبانو تحریک، جیش العدل، د بلوڅ بېلتون پاله، د مجید بریدګر ډله او نورې ورته ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې طالب چارواکي دې له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي او دغه ډلې دي وځپي. د دغه ډلو د جنګیالیو د جلب او جذب، مالي سرچینو راټولولو، وسلو ورکولو او بهرنیو ترهګرو سره د همکاریو مخه ونیسي.

په یاده غونډه کې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ستایل شوی؛ خو له طالب چارواکو غوښتل شوي، چې په دغه هېواد کې دې د کیمیاوي نشه‌يي توکو د جوړولو او قاچاقو مخه هم ونیسي.

د غونډې ګډونوال پر دې خبره سلا شوي، چې باید ناټو د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي، د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي او دغه ډول دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته افغانانو ته ورکړي.

که څه هم په خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې طالبان دې د کډوالو ستنولو ته شرایط برابر کړي؛ خو د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو، له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو ډله‌ییز او جبري شړلو ته اشاره نه‌ده شوې.

نور خبرونه

رادیو