د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، ایراني حکومت د دغه هیواد د کرج په قزلحصار زندان کې د یوه افغان په ګډون ۱۰ زندانیان په دار ځړولي دي.
ویل کیږي دغه بندیان په جلا، جلا قضیو کې د «قصدي وژنو او مخدره توکو د قاچاق» په تور په اعدام محکوم شوي وو.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۱مه) د کرج په قزل حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون لږ تر لږه لس تنه زندانیان اعدام شوي.
د دوی له ډلې شپږ تنه بنديان چې د قصدي قتل په تور په جلا، جلا قضيو کې په اعدام محکوم شوي چې هویت یې په ډاګه شوی او د احمد جهانخاني، سيروس احمدي، ميثم کارګر، حسن (نصرالله) يوسفي، ايمان خان عبدلي او سليمان کوشکي په نومونو یاد شوي.
د څلورو نورو بندیانو هویت چې د «مخدره توکو چاقاق» په تور په جلا، جلا قضیو کې په اعدام محکوم شوي وو، د رحمان سرلک، ناصر شاهوزي (تخشي)، ایمان مقدم (په ایمان ترکه مشهور) او عبدالله تاجک تایید شوي دي.
په دغو کې ناصر شاهوزي بلوڅ او عبدالله تاجک افغان وګړی و.
د دغو لسو بندیانو د اعدام خبر د ایراني رسنیو او یا حکومتي سرچینو له لوري د دغه خبر تر لیکلو پورې نه دی خپور شوی.
د هغو بندیانو اعدامول چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوي دي. د ۲۰۲۲ پرتله، چې ۲۵۶ کسان د «مخدره توکو قاچاق» په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴٪ زیاتوالی په کې راغلی او په دې لړ کې ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د دغه هیواد حکومت په تېره نومبر میاشت د ۱۲ افغانانو په ګډون ۱۴۴ زندانیان په ایران کې اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، په اعدام شویو کې څلور ښځې، یو یهودي-ایرانی وګړی او یو ذهني ناروغ هم شامل و.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.