د اسد رژیم له نوي کړکېچ نه د وتلو لپاره پر خپلو نړیوالو متحدانو تکیه کوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۲

د سوریې پر دویم لوی ښار حلب د هیئت تحریر الشام ډلې بریدونه او وروستي پرمختګونه د بشار الاسد رژیم لپاره له کلونو راهیسې تر ټولو ستر ګواښ ګرځېدلی. دغه برید په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د سوریې جګړه له څو کلونو راهیسې په ټپه ولاړه وه.

د جګړې پېښې او پرمختګ

په شمال لویدیز ادلب کې د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ یاغیانو د چارشنبې په ورځ د سوریې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل. تر جمعې پورې یاغیان حلب ته ننوتل او د دمشق-حلب ستراتیژیک سړک یې پرې کړ. د سوریې ځواکونو د روسیې په ملاتړ هوایي بریدونه وکړل، خو یاغیانو په چټکۍ سره د حلب په ځینو برخو کې پرمختګ وکړ.

د شنبې په ورځ، د یاغیانو عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې د حلب تاریخي کلا کې یې خپلې لاسته راوړنې نمانځلې. راپورونه وايي چې یاغیانو د حما پر لور پرمختګ ته دوام ورکړی، خو لا هم کره معلومات په دې اړه نشته.

هیئت تحریر الشام: څوک دي او څه غواړي؟

د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې، هیئت تحریر الشام، چې پخوا د جبهه النصره په نوم پېژندل کېده، په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې یوه څانګه وه. په ۲۰۱۶ کې یې له القاعدې څخه اړیکې پرې کړې او له نورو ډلو سره له یوځای کېدو وروسته یې اوسنی نوم غوره کړ. په دې ډله کې د منځنۍ اسیا او له قبایلي سیمو او وزیرستان نه ستانه شوي جنګیالي هم ترسترګو کیږي. ډېری هغه جنګیالي دي چې په نړیوال جهاد باور لري او په یوه سیمه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته بلې سیمې ته ځي.

دې ډلې د ادلب سیمه تر کنټرول لاندې راوستې ده او د رپوټونو له مخې نږدې ۳۰ زره جنګیالي لري.

په سیمه کې د بنسټپالو اسلامي قوانینو پلي کولو هڅه کوي، خو د بشري حقونو د سرغړونو له کبله یې مشروعیت زیانمن شوی.

په هغو ویډیوګانو کې چې تېرې څو ورځې پر رسنیو او ټولنیزو شبکو خپرې شوې، ښودل کیږي، چې د عرب اکثریت ترڅنګ د نړۍ د نورو هېوادونو جنګیالي هم پکې ترسترګو کیږي. له پښتونخوا نه تللي جنګیالي ښکاري چې له حلب نه په کورمه ولسوالۍ کې زینبیون ډلې او د کورمې شیعه مذهبو اوسېدونکو ته ګواښونه کوي.

نوي اهداف

په داسې حال کې چېهیئت تحریز الشاممخکې یوازې د سوریې دننه خپل واک ټینګولو ته پام و، اوس ښکاري چې د جګړې د بیا پیل لپاره یې خپل ځواکونه روزلي دي. دوی غواړي له اسد رژیم څخه نورې سیمې ونیسي او د ادلب څخه خپل نفوذ پراخ کړي.

د اسد رژیم لپاره لوی ګواښ

د حلب برید په داسې وخت کې ترسره شو چې د اسد رژیم پر ایران او روسیې تکیه لري، خو د ایران ملاتړي ملېشې، لکه حزب الله، د اسراییل د بریدونو له کبله زیانمنې شوې دي، او روسیه په اوکراین کې له ستونزو سره مخ ده. دغه راز فاطمیون او زینبیون چې له افغان او پاکستاني شیعه مذهبه وګړو جوړې شوې ډلې دي، په دې وروستیو کې پاشل شوې او ګڼ غړي یې افغانستان او پاکستان ته راغلي او یا د حزب الله د ملاتړ لپاره لبنان ته تللي وو.

د ځینو کارپوهانو په وینا، د سني یاغیانو دا برید د رژیم د ضعیفوالي احساس ښيي. داسې اټکل کېږي چې د اسد حکومت به د حما په سیمه کې د خپلو ځواکونو د بیا تنظیم او دفاع هڅه وکړي چې دا چاره یې د روسیې او ایران په مرسته پیل کړې ده.

رپوټونه وايي، چې ایران خپلې مذهبي نیابتي ډلې بېرته د جګړې ډګر ته سوق کړې دي او روسیې هم خپل هوايي بریدونه بېرته پیل کړي دي.

د راتلونکي لپاره احتمالات

که څه هم سني یاغیانو د پام وړ پرمختګ کړی، خو د اسد رژیم او د هغه ملاتړي به د دې پرمختګ پر وړاندې په راتلونکو ورځو کې شدید غبرګون وښيي. دهیئت تحریر الشام توان به په راتلونکو ورځو کې له جدي ازموینې سره مخ شي، ځکه د روسیې هوایي بریدونه به زیات شي. خو د حلب په برید کې دې ډلې خورا درندې وسلې، ټانکونه او په ځینو ویډیوګانو کې خپرې شوې وړې الوتکې هم نیولې دي. دغه وسله او تجهیزات له دې سني یاغي ډلې سره مرسته کوي چې خپل دفاعي او تعرضي دواړه اړخونه پیاوړي کړي، خو یوازینی ګواښ به ددې ډلې لپاره هوايي بریدونه وي.

د نړیوالو اژانسونو د رپوټونو له مخې، په دې کې هم شک نشته چې د جګړې شدت به په سیمه کې بشري ناورین نور هم زیات کړي او د ملکي وګړو ژوند به لا زیات له خطر سره مخ کړي.

د هیئت تحریر الشام وروستي برید د سوریې کورنۍ جګړه له نویو اړخونو او ننګونو سره مخ کړې ده. دا چې د اسد رژیم څنګه غبرګون ښيي او نړیوال لوبغاړي او د دمشق متحدان څه ډول ستراتیژۍ غوره کوي، د راتلونکې جګړې برخلیک به په دې پورې تړلی وي. یوه مساله روښانه ده چې بشارالاسد حکومت ډېری په خپلو نړیوالو متحدانو، په ځانګړې توګه روسیې او ایران متکي دی.

نور خبرونه

رادیو