ایراني رسنیو ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به سبا د ۲۰ بهرنیو پلاویو تر منځ د ایران په مشهد ښار کې جوړه شي.
دغې غونډې د طالبانو حکومت استازی نه دی بلل شوی.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې د دغې غونډې د اجنډا چمتو کولو په موخه د کارپوهانو ناسته د ایکو سازمان د مشر او د غړیو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په موجودیت کې نن دوشنبه سهار پیل شوه، چې سبا به یې غونډه ترسره شي.
د پاکستان دولتي راډيو ویلي، چې د دغه هیواد د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار به د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ١٢مه) مشهد ته سفر وکړي چې د اقتصادي همکاريو د سازمان د وزيرانو د شورا په ٢٨مه غونډه کې برخه واخلي.
دا لا نه ده څرګنده چې طالبان ولې دغې غونډې ته نه دي بلل شوي، خو طالبان او ایران تل تر خپل منځ د ډیپلوماتیکو او اقتصادي تودو اړیکو خبرې کوي.
په خبرپانه کې راغلي: «د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ۲۸مه غونډه نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۲مه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د کارپوهانو په شتون کې په مشهد کې پیل شوه او د وزیرانو غونډه به سبا، سې شنبه ترسره شي.»
د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د ۲۰ هیوادونود بهرنيو چارو وزارتونو پلاوي ګډون کوي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د اذربایجان، ترکیې، تاجکستان او قزاقستان چارواکي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلي دي.
ایکود سیمې په کچه یو سازمان دی چې د ایران، پاکستان او ترکیې لخوا په ۱۹۸۵ کې د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا په موخهجوړ شو، او د ۱۹۹۲ کال وروسته ورسره اوه هیوادونه لکه اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان یو ځای شول چې ټول شمېر لسو هیوادونو ته ورسید.