د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د لیندۍ پر ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې وروستۍ پېښې وڅېړلې.
په دې خبرو اترو کې فیدان د سیمې د بېثباتۍ لامل کېدونکو هر ډول اقداماتو په تړاو د ترکیې مخالفت څرګند کړ او د سوریې د کړکېچ کمولو غوښتنه یې وکړه. هغه دغه راز د سوریې حکومت او مخالفانو تر منځ د سیاسي بهیر پر بشپړولو ټینګار کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې انقره ترهګرو ته اجازه نه ور کوي چې دترکیې او سوریې پر ملکي وګړو بریدونه وکړي. نوموړي دغه راز ویلي چې ترکیه د هغو پرمختګونو خلاف ده چې بې ثباتۍ زیاتوي.
د ترکیې د خبري اژانس د رپوټ له مخې، فیدان په دې خبرو کې ټینګار کړی چې اسراییل په لبنان کې د اوربند ساتلو لپاره خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او په غزه کې ژر اوربند او دې سیمې ته د بشري مرستو رسول ډاډمن کړي.
په دې خبرو اترو کې پر اوکراین او د سویلي قفقاز سیمې پر مسایلو هم خبرې شوې دي.