امریکا وايي، پر ایران او روسیې د بشارالاسد تکیه د سوریې د روان وضعیت لامل شوی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند شان ساوت د لیندۍ په لسمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوريې د حکومت له خوا د دغه هېواد د کړکېچ د حل لپاره سياسي بهير ته له ننوتلو انکار او پر روسيې او ایران باندې د بشارالاسد تکيه کولو د سوریې اوسنی وضعیت رامنځته کړ.

سپینې ماڼۍ په سوریه کې په اوسنیو شخړو کې د امریکا رول رد کړ او ویې ویل: «امریکا په سوریه کې د احرار الشام ترهګرې ډلې په مشرۍ په اوسنیو بریدونو کې هیڅ رول نه لري.»

په خبرپاڼه کې راغلي، امريکا له خپلو متحدانو او همغاړو سره په ګډه غواړي تاوتريخوالی کم کړي، د ملکي وګړو او لږکيو ساتنه وکړي او په سوريه کې د کورنۍ جګړې بشپړ پای ته رسولو لپاره يوه معقوله سياسي حل لاره ومومي.

خبرپاڼه زیاتوي چې امریکا د سوریې روان حالات له نږدې څاري او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو