ایران وايي د سوریې د حکومت او پوځ په کلکه ملاتړ کوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، په سوریه کې له اوسنیو کړکېچونو وروسته تهران د دغه هېواد له پوځ او حکومت څخه په کلکه ملاتړ کوي.

عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۱ مه) وویل، چې دی د سوریې حکومت ته د ایران د پیغام رسولو لپاره دمشق ته ځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سمندري ځواکونو ورځې د نمانځنې مراسمو په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې اسلامي جمهوریت په سوریه کې د «اسراییل او تکفیري ترهګرو» ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي.

هغه زیاته کړه: «د اسراییل له ماتې وروسته دښمن هڅه کوی د ترهګرو ډلو له لارې د سیمې په بې ثباته کولو خپل هدف ترلاسه کړي.»

دایران د بهرنيو چارو وزير ټینګار وکړ، چې د جګړې ډګر او ډیپلوماسۍ یو بل سره بشپړوي او ډیپلوماتان په دغه ډګر کې د قدرتونو په ملاتړ سره حرکت کوي. هغه همدا راز هیله څرګنده کړه، چې د سوریې پوځ به یو ځل بیا په دغه هېواد کې د مخالفينو پر وړاندې بری ترلاسه کړي.

عباس عراقچي اعتراف کړی، چې د سیمې هېوادونه له نویو دسیسو سره مخ دي او په سوریه کې کړکېچ د همدې دسیسو یوه برخه ده.

هغه وويل، چې « په سوریه کې جهادي ځواکونه د امریکا تر قوماندې لاندې حرکت کوي».

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو د بریدونو له پیل سره په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه یوه نوي پړاو ته ننوتې ده.

دا بریدونه د چارشنبې په ورځ پیل شوي او راپورونه وايي، چې د حکومت مخالفو ځواکونو د حلب او ادلب ښار ځینې برخې نیوليې دي.

د راپورونو له مخې، د دغو نښتو په لومړیو دریو ورځو کې تر ۲۵۰ډېر کسان وژل شوي او په دې شمېر کې شاوخوا ۱۴۰مخالفان او ۸۷ د سوریې حکومتي سرتېري شامل دي.

ایران په داسې حال کې د سوریې له حکومت او پوځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، چې ځینو رسنیو د حلب په جګړو کې د ایراني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

ایران د خپلو سیمه ییزو ګټو د خونديتابه لپاره د سوریې د حکومت پایښت خورا مهم ګڼي او په همدې خاطر په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې په داخلي شخړو کې ایراني ځواکونه د جګړې ډګر ته ننوتل.

نور خبرونه

رادیو