بشارالاسد: ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهېږي او موږ به همدا لار کاروو

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱

د سوریې دویم لوی ښار حلب، چې له ۲۰۱۱ راهیسې د بشار الاسد د حکومت تر کنټرول لاندې و، د لومړي ځل لپاره د حکومت له واکه وتلی دی. د جګړې څارونکي ادارې، د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې خبر ورکړی چې د وسله‌والو یوې ائتلافي ډلې تېره اونۍ د ناڅاپي بریدونو په ترڅ کې مهم پرمختګونه کړي.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې، دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې سیمه‌ییز کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، په ځانګړي ډول د لبنان په ګاونډ کې، چېرې چې د اسرائیل او د ایران حزب‌الله ډلې ترمنځ دوه میاشتې اوږده جګړه د نازک اوربند لاندې راغلې ده.

د یاغیانو ائتلاف، چې مشري یې جهادي ډله تحریر الشام (HTS) کوي، په حلب کې د حکومت مهمې سیمې نیولې دي، په دې کې د ښار هوایي ډګر او یو شمېر شمالي ولسوالۍ شاملې دي. د ښار په ځینو برخو کې کردان، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو (SDF) تر واک لاندې دي، لاهم خپله واکمني ساتلې ده.

د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن وویل چې دا لومړی ځل دی چې حلب ښار د سوریې د رژیم له واک څخه وځي.

چټک سقوط

د حلب سقوط د دمشق لپاره لوی شا‌تګ بلل کېږي. حکومت چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د روسیې د هوایي ځواک او د ایران ملاتړو ملیشو په مرسته حلب بېرته نیولی و، اوس له داسې یوه حالت سره مخ دی چې یاغیانو په لږ مقاومت سره پراخې سیمې نیولې دي.

یاغیانو د خان شیخون او معره النعمان په ګډون یو شمېر مهم ښارونه او کلي نیولي دي. د دې پرمختګ په ترڅ کې ګڼ شمېر ټانکونه او پوځي تجهیزات د یاغیانو لاس ته لوېدلي دي.

په ورته وخت کې، روسیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په حلب کې لومړي ځل هوایي بریدونه ترسره کړي، چې موخه یې د یاغیانو د پرمختګونو مخنیوی و.

تلفات او سیمه‌ییز اغېز

د وروستیو جګړو په ترڅ کې د څار ادارې د معلوماتو له مخې، له ۳۷۰څخه زیات کسان وژل شوي دي، چې پکې لږ تر لږه ۴۸ ملکي کسان شامل دي. دې شخړې لاهم د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو پام ځان ته وراړولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې د دمشق د ملاتړ لپاره دې ښار ته تللی، وویل چې د یاغیانو دا برید د متحده ایالاتو او اسرائیل د «توطئې» یوه برخه ده. ولسمشر اسد د یاغیانو د ماتولو ژمنه وکړه او ویې ویل: «ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهېږي، او موږ به یې په همدې ژبه ختمه کړو.»

دپلوماتیک فشارونه او نازک اوربند

د حلب د سقوط په پایله کې د ۲۰۲۰ کال هغه اوربند، چې د روسیې او ترکیې ترمنځ د ادلب لپاره په منځګړیتوب شوی و، تر فشار لاندې راغلی.

امریکايي چارواکو د سوریې د حکومت پر بهرنیو ملاتړو د تکیې کولو انتقاد کړی. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند شان ساویټ وویل: « د رژیم ناتواني له دې ښکاري، چې له روسیې او ایران پرته خپلې سیمې نه شي خوندي کولای».

راتلونکی نامعلوم حالت

په داسې حال کې چې یاغیان په حلب کې خپل کنټرول ټینګوي، د سوریې اوږدې جګړې د واک توازن یو ځل بیا بدل شوی ښکاري. د حلب له لاسه وتل، چې د اسد لپاره د بیا نیول شویو سیمو یو مهم سمبول و، د حکومت داخلي او نړیوالې ډیپلوماسۍ لپاره ستونزې زیاتولی شي.

فرانس پرېس وايي، اوس به د پام وړ ټکی دا وي چې ایا روسیه او ایران به خپل نظامي ملاتړ زیات کړي او یاغیان به د حکومت تر کنټرول لاندې نورو سیمو ته پرمختګ وکړي او که نه.

نور خبرونه

رادیو