د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی، چې د سوریې په ادلب او حلب ښارونو کې د روسیې په هوایي کې ۴۹ کسان وژل شوي دي.
د دې راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې اوولس تنه ملکي کسان دي.
له دې سره، العربیه هم د یکشنبې په ماښام د سوریې د حما ولایت په یو شمېر سیمو کې د روسیې د هوایي بریدونو خبر ورکړی.
روسیه او ایران د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د بشارالاسد د حکومت کلک ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې وویل، چې په سوریه کې له اوسنیو کړکېچونو وروسته تهران د دغه هېواد له پوځ او حکومت څخه په کلکه ملاتړ کوي.
عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۱ مه) وویل، چې دی د سوریې حکومت ته د ایران د پیغام رسولو لپاره دمشق ته ځي.
ایران په داسې حال کې د سوریې له حکومت او پوځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، چې ځینو رسنیو د حلب په جګړو کې د ایراني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
ایران د خپلو سیمه ییزو ګټو د خونديتوبه لپاره د سوریې د حکومت پایښت خورا مهم ګڼي او په همدې خاطر په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې په داخلي شخړو کې ایراني ځواکونه د جګړې ډګر ته ننوتل.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د سوریې د قامشلي په څنډو کې د ترکیې د برید له امله د درېیو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د یاد بنسټ د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د ترکیې هوایي ځواکونو د سوریې د شمال ختیځ په خودمختاره سیمه کې ۱۸۸ بریدونه کړي دي، چې د ۴۲ کسانو د وژل کېدو لامل شوی دی.
د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو د بریدونو له پیل سره په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه یو نوي پړاو ته ننوتې ده.
دا بریدونه د چهارشنبې په ورځ پیل شوي او راپورونه وايي، چې د حکومت مخالفو ځواکونو د حلب او ادلب ښار ځینې برخې نیوليې دي.