سپینه ماڼۍ وايي په غزه کې لا د اوربند په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار، جیک سلیوان، د یکشنبې په ورځ اېن بي سي ته وویل چې سپینه ماڼۍ د غزې اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو د هوکړې پر سر کار کوي، خو تراوسه لا کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، په داسې حال کې چې جګړه لا روانه ده او د سیمې مشران د کړکېچ په اړه غونډې کوي.

سلیوان وویل: « موږ په فعاله توګه هڅه کوو چې دا موضوع شونې کړو. موږ د سیمې له مهمو لوبغاړو سره ژورې خبرې کوو او ان نن هم فعالیتونه روان دي». هغه زیاته کړه چې « نورې خبرې او مشورې به هم وشي او زموږ هیله دا ده چې د اوربند او یرغمل کسانو د خوشي کولو په تړاو د هوکړې زمینه برابره کړو، خو لا [دغه هدف ته ] نه یو رسېدلي»،

د سلیوان څرګندونې په لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو د اسراییل له بریدونو سره هممهاله دي چې له اوربند وروسته پرې وشول.

په دې اړه د خبرو په ترڅ کې، سلیوان د اوربند ستاینه وکړه او ویې ویل چې امریکا د لبنان له پوځ سره په همکارۍ کار کوي څو ډاډ ترلاسه شي چې دا په « اغېزناک ډول» پلی شي.

هغه اېن بي سي ته وویل: « موږ اړتیا لرو چې دا وساتو او ډاډ ترلاسه کړو چې په بشپړ ډول عملي شي».

سلیوان د اسراییل وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل، چې د جدي ګواښونو پرمهال دواړو خواوو ته د نړیوالو قوانینو له مخې حق شته چې د ځان‌ساتنې لپاره اقدام وکړي.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې، په ورته وخت کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په یروشلم کې وویل داسې «نښې نښانې» شته چې د حماس له لوري د یرغمل کسانو د خوشې کولو په اړه پرمختګ رامنځته شي.

هغه وویل: « د رامنځته شویو شرایطو له کبله داسې نښې شته چې موږ ښایي د حماس د یو څه انعطاف زیاتوالی ووینو، په ځانګړې توګه له لبنان سره د هوکړې په ګډون». نوموړي زیاته کړه: « دا هیله شته چې دا پروسه مخکې ولاړه شي. موږ د یرغملو بیرته راګرځولو ته ژمن یو – دا زموږ یوه مهمه دنده ده چې باید ترسره یې کړو».خو هغه ټینګار وکړ چې حماس ته باید اجازه ور نه کړل شي چې په غزه کې واکمني ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، جیک سلیوان له سي بي اېس سره په خبرو کې وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه له حکومت سره په نږدې همغږي کې دی. نوموړي وویل: « هغه (بایډن) د اسراییل-حزب‌الله د اوربند په ورځ له صدراعظم نتنیاهو سره خبرې وکړې او نتنیاهو ورته وویل چې هغه موافق دی، وخت مناسب دی».

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر۷مه د اسراییل پر ضد برید کې ۲۵۱ کسان یرغمل کړل، چې ۹۷یې لا هم په غزه کې بند پاتې دي.

د حماس په برید کې ۱۲۰۷ کسان وژل شوي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

په ځواب کې، اسراییل پر غزه پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې لږ تر لږه ۴۴,۴۲۹ کسان یې وژلي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

د غزې ډیره برخه ویجاړه شوې ده او اوسېدونکي یې په بشري مرستو متکي دي.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امنیتي اندیښنو له کبله به د کرم شالوم له لارې د مرستو لېږد وځنډوي.

سلیوان له سي بي اېس سره په خبرو کې وویل، چې د غزې بشري وضعیت یو ناورین دی او هلته د لوږې خطر تل په څار کې دی.

هغه وویل: «دلته ډېر خلک شته چې د خوراک، اوبو، درملو او پاکوالي د امکاناتو له کمښت څخه رنځ وړي. بې ګناه خلک چې د سولې یوه اندازه مستحق دي او باید دې ټولو ژغورونکو توکو ته پراخ لاسرسی ولري».

نور خبرونه

رادیو