ټرمپ د برېکس هېوادونو ته؛ که له ډالر پرته بل اسعار وکاروئ له ۱۰۰٪ تعرفو سره به مخ شئ

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېکس غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې که دوی د "قوی امریکايي ډالرو" پرته بل اسعار وکاروي، دوی به له ۱۰۰٪ تعرفو سره مخ شي.

هغه په ​​سوشال تروث ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د امریکا له اقتصاد سره خدای پاماني وکړي.

هغه زیاته کړه: "هېڅ چانس نشته چې برېکس په نړۍواله سوداګرۍ کې د متحده ایالاتو ډالرو پر ځای بل څه وکاروي او هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د متحده ایالاتو اقتصاد سره خدای پاماني وکړي."

د برېکس سازمان په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا جوړ شو.

په تېرو میاشتو کې، په تاتارستان کې د دې سازمان په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په لاس کې د برېکس له نښان سره د یو د پیسو د نمونې عکس د رسنیو پام ځانته اړولی و.

دا لومړی ځل نه و، چې د دې پیسو انځور خپور شوی، په ۱۴۰۲ کې د دې پیسو یو انځور رسنیو ته لاره پیدا کړې وه.

د برېکس غړو لپاره د واحد اسعارو د پیلولو وړاندیز په ۲۰۱۸ کې وشو او په ۲۰۲۲ کې د اوکراین جګړې او د روسیې پروړاندې د نړۍوالو بندیزونو له زیاتیدو وروسته ، دا مسله په جدي توګه تعقیب شوه.

د روسیې او برازیل مشران د دې پلان ملاتړي دي، خو داسې ښکاري چې د دې پلان عملې کولو ته اوږده لار پاتې ده.

د چین، هند او متحده عربي اماراتو په ګډون یو شمیر هېوادونه چې د برېکس غړي دي، له امریکا او لویدیځ سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

اوس ټرمپ په پرېکنده ډول د برېکس غړو ته ګواښ کړی، که دوی نوې اسعار وکاروي، پایلې به یې وویني.

نور خبرونه

رادیو