په یوګانډا کې د ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۷ ته لوړ شو

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۰

د یوګانډا په ختیځ کې د سخت باران او ځمکې ښویدنې له امله د مړو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شو.
د یوګانډا د حکومت یوه ویاند ویلي، چې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لادرکه دي.

دغه ځمکه د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې کمپالا ختیځ په بلامبولي ولسوالۍ کې ښویېدلې او په څو کلیو کې یې لسګونه کورونه تر خاورو لاندې کړي دي.
د یوګانډا د لومړي وزیر د دفتر ویاند چارلس اوډونګتو چې دغه پېښه له نږدې څاري، وویل چې حکومت د موسمي بارانونو په پیل کې د احتمالي ځمکې ښویېدنې په اړه د ګواښ سره مخامخو سیمو کې اوسېدونکو ته خبرداری هم ورکړی و.
د یوګانډا د سره صلیب ټولنې په یوه بیان کې ویلي، لږ تر لږه ۴۵ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
د یوګانډا حکومت هغو خلکو ته چې د ځمکې ښویېدنې له ګواښ سره مخ دي، د خپلو مېنو د پرېښودو لارښوونه کړې ده.
د ختیځې افریقا دغه هېواد د اکتوبر له میاشتې راهیسې په غیر معمولي ډول د درنو بارانونو له امله ځپل شوی، چې په ځینو سیمو کې د پراخو سېلابونو د راوتلو او د ځمکې ښویېدنې لامل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو