په جرمني کې د یوې نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې د دې هېواد ۷۷ سلنه وګړي له ۱۶ کلونو د کم عمره کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو د نه کارولو سره موافق دي.
د دغې نظر پوښتنې پایلې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) خپرې شوې او دیارلس سلنه ګډون کوونکو له دې طرحې سره مخالفت کوي.
دا نظر پوښتنه تر هغه وروسته شوې، چې په دې وروستیو کې په اسټرالیا کې په همدې تړاو قانون تصویب شو.
له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو شبکو د نه کارولو په اړه دغه نظر پوښتنه د یوګاو موسسې له خوا شوی، چې شاوخوا دوه زره کسانو په کې ګډون کړی دی.
د اسټرالیا سنا د لېندۍ په ۸مه د ۱۶ کلنو څخه د کم عمره کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو پر کارولو د بندیز لګولو طرحه تصویب کړه.
د یادولو ده، دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې دا ډول قانون تصویبېږي.
که څه هم ویل کېږي، چې دا قانون به لږ تر لږه د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره پلي نه شي، خو تر هغه وروسته به هر هغه ټولنیزه شبکه چې له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، جریمه به شي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، چې دا قانون د ټولنیزو رسنیو د "ضرر" سره د مبارزې لپاره اړین و، هغه ټکی چې ډیری کورنیو منلی دی.
په ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، انسټاګرام، ټیک ټاک او اېکس کې ډېری وخت داسې ویډیوګانې او موضوعګانې خپرېږي، چې کولی شي د ماشومانو او نویو ځوانانو پر روان منفي اغېزې وکړي او دا هغه ستونزه ده چې ډېری کورنۍ ورسره لاس او ګرېوان دي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ځینو ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګول شوي، خو بیا هم افغانستان د نړۍ له هغو زیانمنو هېوادونو څخه دی، چې د ټولنیزو رسنیو د کارونې لپاره هېڅ کوم مشخص قانون نه لري او نه هم پرې په جدي توګه څارنه کېږي، چې ان په ډېریو مواردو کې د ترهګرو لیکو ته له همدې لارو ځوانان جذبېږي.
د پوهانو په باور، په کم عمر کې د ټولنیزو رسنیو کارول د ماشومانو او نویو ځوانانو د معتادېدو لامل هم کېږي، چې دا مسله کولی شي د دوی د زده کړو پر بهیر ناوړه اغېزې وکړي.