په اېتوپیا کې د ځمکې ښویېدو له امله ۵۵ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

په اېتوپیا کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، تېره ورځ د سوېلي اېتوپیا ایالت په غرنۍ سیمه کې له سختو ورښتونو وروسته ځمکه ښویېدلې ده.
په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسان مړه شوي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د مړو شمېره به لا لوړه شي.
چارواکي وایي، چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په خبره، په سیمه کې د ژغورنې عملیات لاهم روان دي.
په خواله رسنیو کې د اېتوپیا د دولتي رسنۍ فانا اژانس له‌خوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې خلک تر خاورو لاندې د ژوندي بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅه کوي.
له بل پلوه اوچا وایي، د سویلي اېتوپیا دغه ایالت د اپرېل او مې په لومړیو کې هم د موسمي بارانونو له امله ځپل شوی و، چې له امله یې خلک په ډله‌ییزه توګه بې‌ځایه شوي وو.
ویل کېږي، چې دغه سیمه په ۲۰۱۸ کال کې هم د یوې اونۍ په اوږدو کې د دوو جلا ځمک ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو